چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

کابینه به کله تکمیلېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 8, 2020
in تبصرې
0
د آخوندي رژیم د وحشتونو دوام او د متفاوت غبرګون اړتیا
666
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اشرف غني د لوړې له مراسمو درې میاشتې تېرېږي، خو لا یې هم نه کابینه شته او نه یې هم د هغو ژمنو د عملي کولو لپاره څه کړي چې له خلکو سره یې کړې وې. ښايي حکومت د دې لامل له ډاکټر عبدالله سره ټاکنیزې لانجې یادې کړي، خو له عبدالله سره له هوکړې هم کافي وخت تېر شوی، خو بیا هم نوماند وزیران د رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته نه دي ور پېژندل شوي. یوازې څو وزارتونو ته نوي سرپرستان او کاندید وزیران ور پېژندل شوي دي، خو لویه برخه کابینه همغسې پاتې ده.

موږ پوهېږو چې اوس به بیا عبدالله او اشرف غني په وزیرانو نه سره جوړېږي او لانجې به یې وي. د دې تر څنګ به د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو او سیاسي شریکانو ترمنځ هم پر وزیرانو لانجې وي. له بله اړخه به ډاکټر عبدالله له خپلو شریکانو سره د ورکړل شوي واک او څوکیو د وېش په لانجه کې وي. په دې ډول به دا دوره هم نیمايي کابینه سرپرسته او له لانجو سره مخ وي. تر اوسه پورې چې څو وزارتونو ته سرپرستان او کاندیدان هم ټاکل شوي، له بده مرغه ښکاري چې راتلونکې کابینه او لویې څوکۍ به بیا هم د وړتیا پر ځای تر ډېره د سیاسي مصلحتونو پر اساس وېشل کېږي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له یوه اړخه حکومتي مشران په سیاسي معاملو بوخت دي، حکومت او حکومتولي یې مسخره کړې، له بله اړخه ولسي جرګې ته هم داسې وکیلان راغلي چې خپله دنده ترې هېره ده او پر خپلو سوداګریو، معاملو او کیسو بوخت دي. په دوی کې ځینې یې کله کله له حکومت څخه د کاندید وزیرانو د ور پېژندنې غوښتنه وکړي، خو اکثریت یې غلي دي او داسې حالت یې غوره کړی، لکه دا چې د دوی دنده نه وي او یا هم د حکومت یو داسې اداره وي چې هر څه ارګ کوي، دوی یې باید ومني او پرې غلي شي. د بې کفایته، معاملګرې، د ولس له دردونو او ستونزو د ناخبره ولسي جرګې موجودیت د دې سبب شوی چې حکومت لا زیات په دې برخه کې بې توپیره شي او همداسې په ناقانونه ډول واک ووېشي او اکثریت وزارتونه د سرپرستانو په وسیله رهبري کړي. که ولسي جرګه مسوولانه عمل وکړي، د حکومت چلند به بدل شي، کابینه به ژر تکمیل شي، د ناوړه وزیرانو مخه به ونیول شي او وړ کسان به راوړل شي، خو که ولسي جرګه همداسې وي، نو کیسه لا خرابیږي.

حکومتي مشرانو ته پکار ده چې نور پر دې ولس رحم وکړي. کله یې چې واک په ناقانونه ډول ووېشه، اوس باید دواړه اړخونه ژر له خپله اړخه وړ، مسلکي، په کارپوه، ژمن او صادق خلک معرفي کړي چې له ولسي جرګې د باور رایه واخلي. دوی ته پکار ده چې په دې چاره کې بېړه وکړي، ځکه اوسنی حالت او د سرپرستانو له خوا د وزراتونو رهبرۍ نه یوازې د حکومت پر کړنو ناوړه اغېز کړی، بلکې فساد او ګډوډۍ یې هم زیاتې کړي دي او اصلي زیان یې ولس ته رسیږي.

Previous Post

کرنې ریاست: تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به په هلمند کې ۱۹۹ کرنیزې پروژې پلې شي

Next Post

د ننګرهار پېژندنه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د ننګرهار پېژندنه

د ننګرهار پېژندنه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د سپوږمۍ څار خپرونه | د ا.ا.ا او د نړۍ لخوا په رسمیت پېژندل

د سپوږمۍ څار خپرونه | د ا.ا.ا او د نړۍ لخوا په رسمیت پېژندل

اکتوبر 7, 2021
هندي کشمیر کې د سختو ورښتونو له امله ۴۶ تنه مړه شوي

هندي کشمیر کې د سختو ورښتونو له امله ۴۶ تنه مړه شوي

اگست 15, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved