د پکتیکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۴۵۰ کورنۍ چې کورونه یې نړیدلي له خپلو اصلي مېنو نږدې ځایونو ته بېځایه شوي دي. د کډوالو او راستندېدونکو چارو ریاست رییس مولوي عبدالرحمان هاشمي وویل چې وروستیو سېلابونو د دغه ولایت په مرکز ښرنه، جانخیل، خوشامند، مټاخان، بکیخېل او ارګون ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه زیانمن کړي چې شاوخوا ۴۵۰ يې بشپړ نړيدلي دي. د ده په خبره بیځایه شوې کورنۍ له خپلو اصلي مېنو په سیمه کې نږدې د خپلوانو کورونو ته بیځایه شوې او داسې کومه کورنۍ نشته چې له ولسوالیو دې ښار او یا نورو ولایتونو ته کډوال شوي وي. نوموړی وايي، سېلابونو په مرکز ښرنه کې یوه ښځه او په خوشامند کې یو نارینه مړه کړي هم دي.
































