د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل ښار په یوه جومات کې د چاودنې له امله۲۱ تنه وژل شوي او ۳۳ تنه نور ټپیان دي. دا پیښه د خیرخانې کوتل سره نږدې د اوولسمې حوزې په صدیقیه جومات کې شوې. ځدراڼ ویلي چې په چاودنه کې ټول وژل شوي او ټپي شوي عام خلک او لمونځ کوونکي و. یو شمیر عیني شاهدانو ویلي چې ماین د مخکې نه په جومات کې ځای پر ځای شوی و چې د لمانځه پر وخت وچول شو. تر دې وړاندې په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په ټویټر کې لیکلي و چې د پیښې د ځای څخه ۲۷ تنه دې روغتون ته ور وړل شوي چې پنځه تنه یې ماشومان دي. روغتون ویلي چې تر اوسه د ټپي شویو کسانو څخه درې یې مړه شوي. د ایمرجنسي روغتون چارواکو ویلي له جومات څخه روغتون ته اکثریت راوړل شوي ناروغان د بم په ټوټو ټپیان شوي او د وجود د سوځیدو څخه ځوریږي.











