د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره په تېر یوه کال کې د ۳۵۰ میلیونه یوانو یا څه د پاسه ۵۱ میلیونه ډالرو بشري مرسته کړې ده. نوموړي ویلي، له افغانانو سره هر ډول مرسته د طالبانو په پام کې له نیولو پرته نه شي عملي کېدای. هغه وویل، په افغانستان کې د بشري او سیاسي حقونو موضوعات له اقتصادي مسائلو نه شي بېلیدای. نوموړي وویل، د طالبانو تر واک لاندې اداره پیاوړې کېږي، خو ننګونې لا هم پر ځای دي. یو ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو دود – دستور ته درناوی کوي.












