تاجکستاني چارواکو د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ځنډولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا پروژه په افغانستان کې د نا مساعد وضعیت له امله بنده شوې ده. د تاجکستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق څانګې مشر فیض علي سمیعوف پرون رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دې پروژې کار به په افغانستان کې پیل نه شي. خو په نورو ګټه اخیستونکو هیوادونو کې به یې کار په دریو کلونو کې بشپړ شي. هغه هیله څرګنده کړې چې د افغان چارواکو په همکارۍ به په افغانستان کې د دغې پروژې د پیل د څرنګوالي په اړه څېړنه وشي. د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې کار په ۲۰۱۶ کال کې د ورېښمو د نوي سړک د پروژې د يوې برخې په توګه پرانيستل شو. خو عملي کار يې نه دی پيل شوی.































