د ا.ا د دفاع وزارت وايي د پوځ شمېر یې ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی دی. د دفاع وزارت وايي د پوځ شمېر یې اوس شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی او که اړتیا ولیدل شي دا شمېر ښایي زیات شي. د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي چې د پوځ د معیاري کولو دنده ور تر غاړې ده په یوه مرکه کې ویلي، چې د پوځ سرتېري یې ټول طالبان نه دي. نوموړي دا ومنله چې د ا.ا د حکومت په پوځي بنسټونو کې د فساد بېلګې شته خو دا ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې د ا.ا نظام د ملګرتیا او انډیوالۍ پر بنست چلېږي او له دې امله یې ځواکونه د یوۍ واحدې قومندې لاندې نه دي. ا.ا د روان کال په لومړیو کې ویلي وو، چې د پوځ شمېر به ډېروي.
































