د کابل _ کندهار لويه لاره د سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې ده. ځايي خلک وايي چې د غزني ښار په بلخ دروازې، او د قره باغ ولسوالۍ په موشکې دوراهي او ليوني بازار سيمو کې سېلابونه راوتلي او یاده لار یې د ترافیکو په مخ تړلې ده. سیمه ییزې سرچینې وایي، سلګونه مسافر د یادې لارې په اوږدو کې په سېلابونو کې بند پاتې دي. په ورته وخت کې په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې سېلابونو زرګونه کورونه ویجاړ کړي او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دفاع وزارت بیا په یوې اعلاميې کې ویلي چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دریمې لوا سرتېري د غزني ولایت څو ولسوالیو ته د ولس د مرستې په موخه تللي، ترڅو د سختو بارانونو او مرګوني سېلابونو څخه یې سر او مالونه خوندي ځای ته انتقال کړي.
































