افغان حکومت له ملګرو ملتونو له سیلاب ځپلو سره د مرستو غوښتنه کړې ده. طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت مسوولینو د ملګرو ملتونو د کابل دفتر له مسوولینو سره کتلي دي او د وروستیو پېښو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي. افغان لوري له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې د اړمنو لاسنیوی وکړي او اړینې مرستې ور ورسوي. پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت مرستیال شرف الدین مسلم ویلي، تمه شته چې نړیوال بنسټونه له اړمنو سره مرستې وکړي. دده په خبره سره له دې چې ډېرو برخو ته لومړنۍ مرستې رسېدلې دي خو کافي نه دي او د لا ډېرو مرستو سخته اړتیا لیدل کېږي.
































