د تېرو سرغړونو په دوام، پاکستان تازه په کونړ کې نور هم خپلې پوستې او اغزن سیم افغان لوري ته راوړاندې کړي دي. په کونړ کې د ځينو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې پاکستاني عسکر ورځ پر ورځ په افغان خاوره کې تاسیسات جوړوي، خو افغان حکومت یې پر وړاندې چوپ دی. د دوی په خبره، ان په ځينو سیمو کې کلي او زراعتي ځمکې د پاکستاني پوځ له لوري د اغزن سیم په وسیله نیمايي شوې دي. افغان حکومت بیا په لوړه کچه تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په ختیځ کې د پوله ساتو ځواکونو چارواکو ویلي، پاکستاني ځواکونه به دې کار ته پرې نه ږدي.
د ولسمشر غني د حکومت د لومړۍ دورې له پیله تر دې دمه پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه د نظامي تاسیساتو جوړول پيل کړي دي. دوی د لومړي ځل لپاره پر تورخم پوله د رسمي پولې په څېر دروازه جوړه کړه، د وېزې اخیستل یې جبري کړل او په پراخه کچه یې پر ډیورنډ فرضي کرښې د سرتېرو ځای پر ځای کولو ته مخه کړه. ډیورنډ فرضي کرښه ده چې پاکستان ورباندې د ورته اقداماتو حق نه لري، خو د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت له کلونو راهیسې د پاکستاني لوري پر دې غیر قانوني اقداماتو پټه خوله دی.
اوس تازه د طلوع نیوز یو راپور ښيي چې په کونړ کې په ځينو ولسوالیو کې پاکستاني عسکر څو کیلومتره افغان خاورې ته ننوتي او نظامي تاسیسات یې جوړ کړي دي. د سیمې اوسېدونکو خپلو کورونه پرې اېښي دي، خلک په دوو برخو وېشل شوي، اغزن سیم کش شوی او د ځینو خلکو کورونه په توغندیو ویشتل شوي، څو له سیمې کډه کولو ته مجبور شي.
د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي چې پاکستاني عسکر تر ټولو سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالۍکې رامخ ته شوي دي. د دوی په خبره، په دې ولسوالیو کې یې ځینې کلي په اغزن سیم په دوو برخو وېشلي چې نیم اوسېدونکي یې یوه خوا پاتې دي او نیم بلخوا، خو افغان ځواکونو يې پر وړاندې هېڅ ډول اقدام نه دی کړی. ځینې انځورونه ښيي چې د پاکستاني عسکرو اغزن سیم ان د افغان ځواکونو د پوستو څو مترۍ ته رسېدلی دی.
بلخوا سندونه ښيي چې څلور کاله وړاندې یوه ملکي او نظامي پلاوي په ګډه د دغې سیمې په اړه یو راپور چمتو کړی او په هغه کې یې یادونه کړې چې پاکستاني عسکر له خپلو ځایونو افغان لوري ته را اوښتي، تاسیساتو یې جوړ کړي او اغزن سیم تېروي، خو افغان حکومت یې پر وړاندې بیا هم غبرګون نه دی ښودلی.
د کونړ د ولایتي شورا غړی محمد دین صافی بیا وايي، پاکستاني عسکر په دې نامه دلته تاسیسات جوړوي چې ګواکې له امریکايي او افغان پوځيانو سره په ګده ترهګر تعقیبوي. د ده په خبره: ((وايي موږ دلته ګډه اډه جوړوو، افغان، امریکايي او پاکستاني عسکر به دلته وي، باید دښمن تعقیب کړو او پر وړاندې یې ګډ عملیات وکړو، په همدې نامه زموږ خاورې ته راغلي او تاسیسات یې جوړ کړي، اغزن سیم یې هم تېر کړی دی)).
بلخوا د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دوی نږدې لس کلي د پاکستاني عسکرو له لوري د اغزن سیم په تېرولو په دوو برخو وېشل شوي چې نیم یې یوه خوا او نیم نور یې د سیم بلخوا ژوند کوي. د دوی په خبره، په دې سره د خلکو ځمکې او کورنۍ بېلې شوې دي. د سرکاڼو اوسېدونکی عبدالودود وايي: ((له اغزن سیم هاخوا زما ماماګان او کاکاګان دي، د سیم تر غځولو مخکې موږ له یو بل سره تګ راتګ کاوه، خو اوس دا کار نه شو کولی».
یوازې کونړ نه، بلکې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې پاکستاني عسکرو په بېغمه زړه افغان خاورې ته پرمختګ پیل کړی، خو افغان پوځ او حکومت یې پر وړاندې د پام وړ اقدام نه دی کړی. څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې غړو هم په دې تړاو اندېښنه وښوده. ډیورنډ فرضي کرښه ده چې د دغه کرغېړنې کرښې دواړو لورو پرتو ولسونو ته د منلو نه ده، خو افغان حکومت پر دغه فرضي کرښه د پاکستان د اقداماتو پر وړاندې چوپ دی چې دا چوپتیا د جدي اندېښنې وړ ده.
































