د ازبکستان په تاشکند کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې د هند د دفاع وزیر ددغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي ملي روغې جوړې او د یوه ټولشموله حکومت جوړولو ته وهڅوي. راجنت سینګ دې غونډې ته ویلي، هند تل د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان غوښتونکی دی. نوموړي وویل، د افغانستان ملي حاکمیت، او ملي یووالي درناوی کوي او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي. د هند دغه دفاعي چارواکي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان کې دې طالبانو مشران وهڅوي چې د خبرو او مذاکرې له لارې ملي پخلاینې ته ورسېږي او د یوه پراخه او ټولشموله سیاسي جوړښت په چوکاټ کې یو داسې حکومت جوړ کړي چې د هېواد ټول وګړي پکې استازیتوب ولري.
































