د امريکا د بهرنیو چارو پخواني وزير مایک پومپیو ویلي، له افغانستان څخه د ولسمشر بايډن له ناورينه ډک وتلو پرېکړې سره، د دې امکان شته چې امریکا یو ځل بیا د سپټمبر یوولسمې پېښې په څېر له يوه بل بريد سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت په وار، وار ويلي چې له امريکا او ټولې نړۍ سره پر متقابل درناوي ولاړې ښې اړيکې غواړي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وكاروي. مایک پومپیو دغه څرګندونې په يوه راډيويي ګردي مېز کې کړي دي. پومپیو چې د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې، له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د ايستلو په اړه د بايډن پر پرېکړې سختې نیوکې وکړې. هغه زياته کړې، چې ددې پرېکړې له امله طا لبانو وکولی شول د ټول افغانستان واک ترلاسه کړي. پومپیو ویلي چې له افغانستان څخه په بېړه د وتلو پرېکړې سره امریکا بدنامه او کمه خوندي شوه. هغه ويلي چې له یادې پرېکړې وروسته د روسیې ولسمشر پوتین هم په ډاډ سره پر اوکراین بريد وکړ .
































