د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما له سرپرست او مرستیال مارکس پوتزل سره لیدلي دي. امربالمعروف وزارت وایي په دې لیدنه کې شیخ خالد حنفي د یوناما د سرپرست د ځینو پوښتنو او اندېښنو په ځواب کې ویلي چې د دوی هدف د ټولنې اصلاح، د مخدره توکو د کر او تولید مخنیوی، فساد سره مبارزه او د شرعي احکامو تطبیقول دي. نوموړي ویلي، چې افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت مخه نیول شوې او هڅه يې دا ده چې د بدیل کښت او نورو برخو کې د کروندګرو لاسنوی وکړي. په دې لیدنه کې د مېرمنو پر حجاب هم خبرې شوې دي.
































