د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې د چین استازي له طالب چارواکو وغوښتل چې سالم کورنی او بهرنی سیاست غوره کړي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي جانګ جون ویلي چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ بهرنۍ موډلونه کار نه کوي او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د یوه ټول شموله او سالمې پالیسۍ پلوي دی. د راپور له مخې، جانګ ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د لسګونو میلیونو وګړو بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی. په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر بیا هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.په همدې حال کې په امنیت شورا کې د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا هم ورته غوښتنه کړې ده.
































