د افغانستان د سرپرست حکومت رئيس الوزرا ملا محمد حسن آخوند وايي چې نړۍ دې پر افغانستانه اقتصادي بنديزونه لري کړي او له تور لېسته د افغان چارواکو نومونو ايستلو په برخه کې دې تعامل وکړي. نن د وږی نهمه په افغانستان کې د امريکا او متحدینو د ځواکونو د حضور له وروستۍ ورځې سره برابره ده. سرپرست حکومت له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د هغو ملګرو د وتلو لومړۍ کاليزې په مناسب د بګرام په هوايي ډګر کې ځانګړي مراسم چمتو کړي وو. رئيس الوزرا ملا محمدحسن اخند د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې نړۍ دې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لرې کړي او له تور لېسته د چارواکو ايستلو په برخه کې دې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي. هغه وايي ، ا.ا هم له نړۍ سره هر ډول تعامل ته چې په هغه کی اسلامي نظام ته صدمه نه وي، چمتو دی.
































