روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۵۴۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې سره پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۱ زره او ۴۵۹ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره شپه او ورځ کې پر کرونا ویروس اخته ۱۵ کسان مړه شوي هم دي چې له دې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شویو کسانو شمېر بیا ۳۸۴ او د رغېدلو هغو بیا دوه زره او ۶۵۱ تنو ته پورته شوی دی.
































