افغان حکومت وایي افغانستان د چین په سترو سوداګریزو پروژو کې ګډون ته تیار دی. د افغانستان د اقتصاد وزیر نورالدین عزیزي له یوې چینایي رسنۍ سره د مرکې پر مهال ویلي چې چین د نړۍ ستر اقتصاد دی او په سیمه کې مهمې سوداګریزې او اقتصادي پروژې لري.
دده په وینا افغانستان دې ته تیار دی چې د چین په یو کمربند یوه لاره پروګرام او دغه راز په سي پيک پروژه کې ګډون وکړي. هغه همدا راز پر چین غږ کړی دی چې په افغانستان کې پانګونې ته مخه کړي او دلته د دایمي اقتصادي ودې په برخه کې همکاري وکړي. په ورته وخت کې هغه زیاته کړې چې چینایي خصوصي شرکتونه هم په افغانستان کې پاګونه کولی شي او دوی ورسره مرستې ته تیار دي.
































