ملګرو ملتونو په کابل کې د روسیې پر سفارت شوی ځانمرګی برید غندلی او له افغان سرپرست حکومته یې غوښتي چې د ډیپلوماتانو امنیت خوندي کړي. دغه ځانمرګی برید پرون له غرمې مخکې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د روسيې سفارت مخې ته وشو. د کابل امنیه قومانداني وایي چې په دغه برید کې د روسيې سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما یاد برید غندلی او د پېښې قربانیانو کورنیو ته یې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي. سرچینې زیاته کړې، وروستیو پېښو ته په کتو سره د افغانستان سرپرست حکومت باید د خلکو په ځانګړې توګه د ډیپلوماتانو د امنیت د خوندیتوب په موخه بیړني اقدامات وکړي.
































