د چين د بهرنيو چارو وزارت له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو تر يو کلنۍ وروسته افغانستان کې د پوځ او ملکي وګړو د تلفاتو ارقام خپاره کړي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاولي جیان پر ټويټر افغانستان کې د «امريکا د جګړې بيه» له متن سره يو ګرافيک کارت خپور کړی دی. کارت کې افغانستان کې د وژل شويو ملکي وګړو شمېر ۵۱ زره تنه، د پخواني پوځ د وژل شويو منسوبينو شمېر ۶۹ زره تنه او د امريکايي پوځيانو د مړينې شمېر بيا ۲۴۴۸ تنه ښودل شوی دی. دغه ارقام چې سرچينه يې د امريکا براون او هاروارډ پوهنتونونه او ملګري ملتونه ښودل شوي، دغه راز ښيي چې افغانستان کې د امريکا د شل کلنې جګړې له کبله ۵ ميليونه افغانان له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت د وياند په ټويټ کې د امريکا د جګړې له کبله د ټپي شويو افغانانو او هغو هېوادونو د سرتېرو د مرګ ژوبلې په تړاو ارقام نه دي خپاره شوي چې د ناټو په چوکاټ کې له امريکا سره اوږه په اوږه افغانستان ته راغلي وو.












