ترانسپورټ وزارت د ګاک په نوم د متحده عربي اماراتو له شرکت سره الوتكو ته د هوايي لارښونې خدمتونو تړون لاسليک کړ. د ترانسپورټ وزارت وايي چې دې سره به هغو الوتکو ته چې د افغانستان له فضا څخه تیریږي او یا په نړیوالو هوايي ډګرونو کې ناسته کوي د هوايي لارښونې خدمات د نړیوالو معیارونو مطابق وړاندې شي. د دوی په وینا په دې سره به د عبوري پروازونو د عوایدو سرچینه یو ځل بیا پرانیستل شي. دا په داسي حال کې ده چې د ا.ا سرپرست حکومت تر دې مخکې په ۴ نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د کنټرول او بررسۍ قرارداد هم له یاد شرکت سره لاسلیک کړی و. د نوي تړون په لاسلیک سره به د افغانستان په څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو او د هغوی د سفر کولو د لوازمو د کنټرول او بررسۍ چارې پر مخ بیول کیږي. د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې په تېر یو کال کې د افغانستان له هوايي ډګرونو ۳۲۴۳ پروازونه تر سره شوي چې له دې درکه یې شاوخوا شپږ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي دي.
































