پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، په کراچۍ کې د قانوني اسنادو نه لرولو په تور يو شمېر هغه نيول شوي افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، آزاد شول. په اسلام آباد کې افغان سفارت نن په یوه ټويټ کې ويلي چې څه موده مخکې د دغه هېواد پولیسو کابو ۳۰۰ افغان کډوال د اسنادو نه لرولو په تور نیولي وو. سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان سفارت د کډوالو اتشه او په کراچۍ کې افغان قونسلګري د ياد شمېر افغان کډوالو د خوشي کولو په اړه له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دي او په وینا یې چې ټول به په نږدې راتلونکې کې آزاد شي. سرچینې د خوشې شويو کسانو شمېر نه دی ښودلی او ویلي یې دي چې ځينې خلک غواړي له دې پېښې شخصي ګټه واخلي.
































