د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، د تېر یوه کال په جریان کې ٥٨٤ ميندې د زېږون پر مهال مړې شوې دي. هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه د مخکې په پرتله کمه شوې ده. نوموړی دغه راز وايي، د عامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کې د نسايي او ولادي او زړه ناروغيو په برخه کې يو انسټيټوت جوړ کړي. د عامې روغتيا وزارت سرپرست په هېواد کې د خوارځواکۍ د شمېرو په اړه وويل، په هېواد کې شاوخوا ٤٥٠زره کسان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې له دې ډلې یې ۱۰۰زره کسان په ښه روغتيايي وضعيت کې نه دي. نوموړی زیاتوي، د شري ناروغي د عامې روغتیا وزارت تر کنټرول لاندې ده او دغه وزارت په پام کې لري چې په دې برخه کې د پوهاوي کمپاین پیل کړي. سرچينې د ښځينه ډاکټرانو کموالی بنسټیزه ستونزه وبلله، خو د جزئياتو له ورکولو پرته يې وويل چې د دغې ستونزې د هواري لپاره يې اقدامات ترسره کړي دي.
































