امریکا پر روسیې تور پورې کړی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په پټه ۲۴ هېوادونو کې تر ۳۰۰ میلیونو ډېر ډالر پر دې لګولي چې سیاستوال یې د ځان ملګري کړي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا تور د دوی د استخباراتو د یوې نوې ارزونې له مخې لګولی، چې د سې شنبې پر ورځ خپره شوې ده. روسیې تر اوسه دغه تور لګولو ته غبرګونه نه دی ښودلی، خو پخوا یې په وار وار امریکا تورنه کړې چې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله کوي. دغه چارواکي ویلي د دوی استخباراتي ادارې دمګړۍ له هغو هېوادونو سره د مالوماتو شریکېدو لپاره اړیکه کې دي چې روسیې پرې پټه پانګونه کړې، خو دغه مالومات ښايي محرم پاتې شي.
































