په کابل ښار کې یو شمېر هټیوال او سوادګر وایي د ډبرو سکرو بیې د تېر کال په پرتله دوه برابر لوړې شوي او دلیل یې هم پاکستان ته د دغو سکرو له حده زیات صادرات بولي. د کابل ښار اوسېدونکي هم د ډبرو د سکرو د بیو له لوړيدو شکایت کوي او وایي د ژمي په رارسیدو سره ددې توان نه لري چې د ډبرو سکاره وپیري. په ورته مهال د پاکستان د ۹۲ مې شبکه مسوول خاک ولي خوګیاڼی وایې چې د افغانستان د ډبرو سکرو صادارت د دواړو هېوادونو پاکستان او افغانستان په ګټه دي او زیاتوي چې د افغانستان د ډبرو سکاره ورته په ارزانه بیه تمامیږي.
































