عامې روغتیا وزارت له کرونا سره د مبارزې لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر جواد عثماني وایي دوی یوازې د نږدې ۲۲ زره مثبتو پېښو په ثبت بریالي شوي، خو حقیقت دا دی چې کرونا ویروس د هر افغان کور ته رسېدلی دی. دده په خبره د کرونا مثبتې پېښې خورا ډېرې دي چې که دوی غواړي ټولې تشخیص کړي، نو کال وخت او میلیاردونه ډالر لګښت غواړي. نوموړي وویل سر له نن به د کرونا د پراختیا پر وړاندې هغه اقدامات ترسره کېږي چې باید درې میاشتې مخکې ترسره شوي وای. عامې روغتیا وزارت همدا راز ددې اجازه ورکړې چې له کرونا د جوړوو شوو کسانو د وینې پلازما وضعیت ته په کتو ناروغانو ته تطبیق کړي. نوموړي پر شخصي روغتونونو هم غږ کړی چې په خپله سره توګه دې د کرونا ازمویښت نه ترسره کوي او د خلکو پر ژوند دې لوبې نه کوي. سرپرست وزیر له خلکو، روغتیايي مرکزونو او نورو حکومتي ادارو غوښتنه کړې چې له یو بل سره پر همکارۍ ددغه ویروس د پراختیا مخه ونیسي. عثماني د وزارت په رهبرۍ کې کمزوري مني او وایي ددغه کمزورۍ له امله نن په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ناورین ډکه څپه روانه ده.
































