د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې د روان کال د تلې میاشتې تر دویمې نېټې وروسته له کابل ښار څخه ۸۴۴۴ سوالګر راټول کړي. یاد ریاست په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۵۷۷۹ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۱۷۵۰ مستحقې او ۴۰۲۹ یې بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. اعلامیه زیاتوي چې ۷۱۸ نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۲۳۶ مستحق ګڼل شوي او ۴۸۲ بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو سوالګرو کې بیا ۱۹۴۷ ماشومان دي چې له ډلې یې ۱۰۷۹ مستحق او ۸۲۷ حرفوي او ۴۱ بې سرپرسته ماشومان دي. په اعلامیه کې راغلي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږي.
































