د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جلغوزیو اتحادیې له غړو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د جلغوزیو اتحادیې رییس دلدار ځدراڼ وویل، چې سږ کال د افغانستان د جلغوزیو په صادراتو کې ډېروالی راغلی او له په ټول هېواد کې د جلغوزیو سپینولو او پروسس ۳۴ فابریکې فعالې دي. ځدراڼ او د يادې اتحادیې غړو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم له سیاسي مرستیال سره شریک کړل. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د سوداګرو پر شتون خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې ا.ا د هېواد له ټولو ملي سوداګرو سره همکار دی او پرې غږ کوي چې پرته له کومې وېرې او ستونزې په افغانستان کې پانګونه وکړي. مولوي عبدالکبیر د سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ا.ا د سوداګرو د سر او مال د ساتلو لپاره هڅې کوي.
































