د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي په هغې غونډه کې چې د ګرځندوى د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه وويل چې په هېواد کې بايد نارينه او ښځو ته د زده کړو زمينه برابره شي. نوموړي وویل چې زدهکړه پر نر او ښځه فرض دی او هغه کسان چې د نجونو د زدهکړو مخالفان دي، شرعاي دلیل دې وړاندې کړي. عباس ستانکزي د خپلې وینا پرمهال دا هم وویل چې ا.ا باید هېواد کې نجونو او هلکانو ته له توپیر پرته د زدهکړو زمینه برابره کړي. نوموړي د پوهنې وزارت سرپرست او اړوند چارواکو غوښتنه وکړه چې که په هېواد کې ملي وحدت غواړو نو له ځنډ پرته دې نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
































