چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین نړۍ ته ثبات راوړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2022
in نړیوال خبرونه
0
چین نړۍ ته ثبات راوړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 تېره اونۍ  د ملګرو ملتونو په مقر کې د چين پلاوی ښايي تر ټولو بوخت و، ځکه د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلې په عادي بحثونو کې د وينا تر څنګ، د چين پلاوي د څو څواړخيزو غونډو کوربه توب او يا پکې ګډون هم وکړ. د یووالي د پياوړتيا او ګډې نظريې د رامنځته کولو لپاره د چین د ډیپلوماتیکو هڅو لړۍ په اوسنۍ نړۍ کې ارزښتناک ثبات راوړي.

سږ کال چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي تر سره کېږي، نړۍ له ډېرې ګډوډۍ سره مخ ده. د بېلګې په توګه، کرونا وبا او نړیوال اقتصادي ناورين لا هم شته او د اوکراین کړکېچ په دوامداره توګه مخ په زیاتېدو دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

سربېره پر دې، د سړې جګړې مفکوره، یواړخېزم او ځان ساتنه د ودې په حال کې دی. له بلې خوا، له اوسنیو ستونزمنو حالاتو څخه د ځان خلاصون لپاره د مخ پر ودې هېوادونو غوښتنې ډېرې بېړنۍ دي. ځینو لوېديځو رسنیو ویلي چې د مخ پر ودې  او پرمختللو هېوادونو تر منځ شخړه د ملګرو ملتونو تر ډګر پورې غځېدلې ده.

په داسې حال کې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په عادي بحثونو کې يوه وينا وکړه او د رييس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوي د نړيوال امنيت او پرمختګ وړانديزونه يې يو ځل بيا نړۍ ته څرګند کړل. هغه شپږ غوښتنې کړې: “سوله، نه جګړه”، “پرمختګ، نه غربت”، “پرانيستنه، نه تړل”، “همکاري، نه تقابل”، “یووالی، نه وېش” او “عادلانه، نه ځورول”. دا په څرګنده توګه د يو لړ مهمو نړيوالو مسئلو په اړه د چين دريځونه او د نړۍ د ډېرو هېوادونو ګډې هيلې څرګندوي.

په اوس وخت کې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه د نړيوالې سولې او امنيت پر وړاندې تر ټولو سخته ننګونه ده. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ترڅ کې د روسيې او اوکراين د بهرنيو چارو له وزيرانو سره وکتل او د اوکراين په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې يې ګډون وکړ.

ياد کړکېچ ته چين وړانديز کوي چې د ټولو هېوادونو ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته دې درناوی وشي، د ملګرو ملتونو د منشور اصول دې مراعات شي، د بېلابېلو خواوو قانوني امنيتي اندېښنو ته دې په درنه سترګه وکتل شي او د کړکېچ د سوله ييز حل لپاره دې د هراړخيزو هڅو ملاتړ وشي. ښکېلې خواوې دې ژر تر ژره خبرې اترې وکړي او یو اړخیز بندیزونه باید ونه لګول شي. د اوکراين د بهرنيو چارو وزير دميترو کولبا وويل، اوکراين د چين نړيوال مقام او مهم نفوذ ته ډېر اهميت ورکوي او هيله لري چې چين به د اوسني کړکېچ په ختمولو کې مهم رول ولوبوي. دا له يوې خوا ډاگه کوي چې د سولې او خبرو اترو د هڅولو لپاره د چين دغه هڅې د نړيوالې ټولنې تفاهم او ملاتړ تر لاسه کړی دی.

چين د نړيوال پرمختګ د پرمخبېولو لپاره هم مهم ګامونه اوچت کړي دي. همدارنگه د چين په مشرۍ د نړيوال پرمختګ وړانديز د ملګرو ډلې د وزيرانو غونډه په بريالۍ توګه تر سره شوه. دا د ملګرو ملتونو د سږنۍ عمومي اسمبلۍ په ترڅ کې یوه مهمه غونډه ده چې د ۱۰ نړیوالو سازمانونو مشرانو او د ۶۰ هېوادونو لوړ پوړو استازو په کې برخه اخیستې وه. چين په دې غونډه کې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د پلي کولو لپاره به د بېوزلۍ د کمولو، د غلو دانو د تامين، صنعتي کېدو، پاکې انرژۍ او ډيجيټلي ښوونې په برخو کې ۷ اوچت اقدامات تر سره کړي چې د بېلابېلو خواوو ډېره ستاينه يې تر لاسه کړې ده.

د ملگرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ رييس  کروسي کسبا دې ته اشاره وکړه چې چين د عمومي اسمبلۍ په چارو کې کليدي رول لوبوي او د رييس شي جين پينګ مهم وړانديزونه په اغېزمنه توګه د اوسنيو ننګونو د حل لپاره مهمې لارې چارې وړاندې کوي. د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریس د څواړخېزم د ملاتړ او د نړيوالې همکارۍ او دوامدار پرمختګ د پياوړتيا په برخه کې د چين د اوږدمهاله رول ستاينه وکړه. هغه څرګنده کړه چې ملګري ملتونه د نړیوال پرمختګ د وړانديز ملاتړ کوي. هغه باور لري چې دغه وړانديز به د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا په چټکتیا کې مرسته کوي.

Previous Post

چين: امريکا د بنديزونو لګولو په برخه کې سوپر هېواد دی

Next Post

چين: تر ټولو زياتې اټومي وسلې لرونکی هيواد باید خپل مسؤليت او دنده پر غاړه واخلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چين: تر ټولو زياتې اټومي وسلې لرونکی هيواد باید خپل مسؤليت او دنده پر غاړه واخلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین د مرکزي پوځي سيمې ۱۰ زره عسکر لا هم د سيلاب ځپلو په ژغورلو چارو بوخت دي

اگست 6, 2023
او له جي د اذربايجان د ملي کانګرېس له رئيسې او د قزاقستان له صدراعظم مرستيال سره وليدل

او له جي د اذربايجان د ملي کانګرېس له رئيسې او د قزاقستان له صدراعظم مرستيال سره وليدل

مارچ 26, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved