د افغانستان ا.ا وايي چې د امريکا متحد ایالتونه په پرله پسې توګه د دوحې له تړونه سرغړونه کوي. د ا.ا د مرکچي پلاوي مخکني غړي او د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي نن کابل کې يوې غونډې ته وويل چې د امريکا متحدو ايالتونو پر خپلو هغو ژمنو عمل نه دی کړی چې دوحه کې يې له دوی سره کړې وې. د ستانکزي په خبره امريکا ژمنه کړې وه چې له افغانستانه له وتلو سره سم به د «افغانستان نوی اسلامي حکومت» په رسميت پېژني، د افغانستان په سياسي او نظامي مسايلو کې به لاسوهنه نه کوي او که کوم څوک خپل امنيت ته خطر وګڼي نو په تړاو به يې شواهد له دوی سره شريکوي چې پر وړاندې يې اقدام وشي. هغه زياتوي چې په بدل کې يې دوی هم له نړيوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د چا پر خلاف کارول کېدو ته نه پرېږدي. ستانکزي وويل چې دوی پر خپلې ژمنې ولاړ دي خو د دوحې د هوکړې پر خلاف امريکايي ډرون الوتکې د افغانستان په فضا کې ګرځي او وخت ناوخته نامعلوم هدفونه په نښه کوي. هغه د سيمې پر هېوادونو هم غږ وکړ چې خپلې خاورې دې د افغانستان پر خلاف نه کاروي او که داسې کوي نو په وينا يې چې ا.ا د دوحې د تړون پر خلاف د متقابل اقدام واک لري. هغه ادعا وکړه چې امريکايي ډرون الوتکې د پاکستان له هوايي ډګرونو افغانستان ته راځي چې دوی يې په تړاو کافي اسناد او شواهد لري. ستانکزي وويل چې پاکستان د هر ډرون پر سر له امريکا په ميليونونو ډالره اخلي.












