د ا،ا ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له خاورې د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت امنيتي اندېښنې رد کړې. د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سراجالدین مهرالدین څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې ویلي وو، چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدلیدونکی دی. د هغه په وينا، په وروستيو کې افغانستان ته د سیمې د ترهګرو ډلو د مشرانو د بیولو او ځای پر ځای کېدو د سيستماتيکو هڅو شاهد دی. خو د ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې هېچا ته د ترهګریزو فعالیتونو اجازه نه ورکوي. د ده په وينا، د تاجکستان انديښنې بې ځايه دي. نوموړي له تاجکستان څخه غوښتي، چې خپلې اندېښنې دې دوی سره له نږدې شريکې کړي.
































