په داسې حال کې چې په نړیواله کچه له ترهګرۍ سره د ا.ا په مبارزې نیوکې ډیرې شوي، د ا.ا ویاند ویلي هر هغه څوک چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل کوم هیواد پر ضد وکاروي، د غدارۍ په تور به ونیول او محاکمه شي. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډې پولې کې د امنیت ټینګول یې لا هم د ځواکونو لپاره یوه ستونزه ده او زیاته کړې یې ده چې ځینې داسې ځایونه شته چې لا هم د دوی ځواکونه پکې نه دي ځای پر ځای شوي او د هغوی د امنیت ساتلو لپاره هوایي ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي ویلي چې پاکستان ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه به د هغوی پر ضد کار وانه خیستل شي خو تر څنګ یې د پاکستان څخه هم وغوښتل چې پرې نږدي د هغوی خاوره د افغانستان پر ضد وکارول شي. مجاهد په داسې حال کې پاکستان ته دا ډاډ ورکوي چې د دې هېواد صدراعظم شهباز شریف تازه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې ته وویل چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شته او په خبره یې دا د سیمې د هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده. خو د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې پاکستان نه باید د افغانستان د بدنامولو له لارې امتیاز ترلاسه کړي.












