واشنګټن ایکزماینر نشریه په یوه مقاله کې لیکي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده خو لومړني استخباراتي او رسنیز معلومات ښيي چې په افغانستان کې یې د جګړو په کمولو کې اغېز نه دی لرلی. د سرچینې په خبره خلیلزاد تر هر څه ځان ته لومړیتوب ورکوي نو په هره بیه چې وي غواړي دغه هوکړه بریالۍ وښيي. د نشریې په باور خلیلزاد په افغانستان یا امریکا کې د واک تږی دی نو ځکه هڅه کوي په بېلو لارو په رسنیو کې هوکړه بریالۍ وښيي خو حقیقت دا دی چې دغه هوکړه عملي نه برېښي. واشنګټن ایکزماینر لیکي په افغانستان کې لا هم شدیدې جګړې روانې دي، طالبان لا هم پر افغان پوځیانو بریدونه کوي، نوي سرتېري بندي کوي او لا هم تاوتریخوالی په اوج کې دی. سرچینې پر امریکایي حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او دایمي سولې لپاره عملي او رښتیني ګامونه اوچت کړي او په تشه هیله مندۍ دې د امریکایي وګړو ژوند له خطر سره نه مخ کوي.
































