د خبريالانو نړيوال فدراسيون په افغانستان کې د رسنيو د بندېدو او وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې. د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو د بندېدو د پرلپسې دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان رسنیو د خوندیتوب لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي. په ورته وخت کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی مسوولین وايي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ۴۸ سلنه رسنیو د اقتصادي او نورو ستونزو له امله خپرونې بندې کړې دي.
































