په کابل کې د ایمر جنسي روغتون وايي، د تېر یوه کال پر مهال یې په کابل او ځینو ولایتونو کې د ۱۶ زرو ټپیانو درملنه کړې چې ډیری وروړل شوي کسان د جګړو ټپيان وو. ایمرجنسي روغتون دغه څرګندونې د کابل په دشت برچي تر چاودنې وروسته په یوه خبرپاڼه کې کړې دي. د ایمرجنسي روغتون په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل، د هلمند مرکز لښکرګاه او د پنجشېر عنابه ولسوالیو روغتیايي مرکزونو کې یې څه باندې ۱۶زره ناروغان درلودلي دي. په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون سرپرست دیان پانیک ویلي چې د دغه نارغانو له ډلې څه باندې ۳۰۰۰ یوازې په کابل کې تر درملنې لاندې نیول شوي او په خبره یې له همدې امله په دغه مرکز کې اړتیا ته په کتو یې د بېړنۍ درملنې مرکز فعال کړی دی.











