ملي امنیت شورا وایي طالبانو لا هم خونړیو جګړو ته ادامه ورکړې ده او په تېرو دوو اونیو کې یې په ۲۹ ولایتونو کې بریدونه کړي دي. د سرچینې په خبره طالبانو په ۲۹ ولایتونو کې بریدونه کړي ۸۹ ملکیان یې وژلي او ۱۵۰ کسه نور یې ټپیان کړي دي. ملي امنیت شورا وایي ډېری دغه کسان د طالبانو په مستقیمو بریدونو او یا هم د سړک غاړې ماینونو د چاودنې له امله وژل شوي دي. ملي امنیت شورا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پر طالبانو یې یو ځل بیا د جګړو او تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دی. ددغه شورا ویاند جاوید فیصل ویلي وو د زندانیانو خوشي کول به د ولسمشر په لارښوونه ادامه پیدا کړي، بین الافغاني خبرې به پیل شي او تمه دا ده چې د جګړو او بریدونو کچه راټیټه شي.
































