عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۵۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره پر دې وبا د اخته کسانو شمېر ۲۴ زره او ۱۰۴ ته پورته شوی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې پر کرونا اخته پنځه کسان مړه شوي هم دي چې له دې سره له یادې ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر ۴۵۱ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۱۰۲ ته رسېدلی دی.
































