د ماشومانو د خونديتوب ادارې يا سيف ده چلډرن ويلي چې افغانستان کې د تعليمي نظام د پاشل کېدو ګواښ وروستي حد ته رسيدلی دی. د سيف ده چلډرن د ارزونو پر بنسټ د افغانستان تعليمي نظام په ۲۰۲۱ کال کې د ورپېښو ګواښونو له پلوه په څلورم مقام کې و، خو سږ کال يې بيا لومړی مقام خپل کړی دی. تر افغانستان وروسته سوډان، سوماليا او مالي هغه هېوادونه دي چې تعليمي نظام يې د ويجاړېدو د ګواښ په وروستي حد کې دی. سيف ده چلډرن وايي چې کرونا وبا، اقليمي تغيرات او جګړې د دې سبب شوې دي چې په يادو څلورو هېوادونو کې زده کړو ته د ۴۵ ميليونو زده کوونکو لاسرسی محدود کړي. لوږه، د خوراکي توکو لوړې بيې او د خوړو نه خونديتوب هم هغه لاملونه بلل شوي چې نړۍ کې يې تعليمي نظامونه د پاشلو له ګواښ سره مخ کړي دي.
































