چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

افغان محصل:  د نورو هېوادونو په پرتله چين زما لپاره تر ټولو غوره ځای دی

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 7, 2022
in نړیوال خبرونه
0
افغان محصل:  د نورو هېوادونو په پرتله چين زما لپاره تر ټولو غوره ځای دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغان محصل دوکتور نصیر احمد صافی اوس د چین د تيان جين په پوهنتون کې د دوکتورا په کچه په زده کړو بوخت دی او تر اوسه پورې يې په چين کې د څو کلونو لپاره زده‌ کړې او ژوند کړی دی. هغه د چين د ميډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په چين کې زده‌ کړې زما لپاره يو سم انتخاب دی. په ۲۰۱۷م کال کې مې په لومړي ځل چين ته سفر وکړ او له همدې وخت څخه تر اوسه پورې پنځه کاله تېر شوي دي. خو هره ورځ په چين کې مثبت تغيیرات لیدلی شو. نه يوازې د اقتصاد په برخه کې بلکې د ښاري پرمختګ، په نوې او عصري بڼه د سړکونو، مېټرو او د ترانسپورټ په شمول نورو برخو کې ډېر نوي تغيیرات راغلي چې د چينايانو په څېر بهرني محصلین هم ترې برخمن شوي دي.

د چين د اقتصادي پرمختګ سره سره ډېرو بهرنيو محصلينو ته د چين جاذبه هم د زياتېدو په حال کې ده. اوس په چين کې د دوکتورا صافي په شان ډېر بهرني محصلين شته دي. د چين د پوهنې وزارت يوه شمېرنه ښيي چې له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې چين ته د بېلابېلو لویو وچو څخه د راغلو بهرنيو محصلينو شمېر له ۲۳۸ زره  او ۲۰۰ تنو څخه ۴۹۲ زره ۲۰۰ تنو ته زیات شوی چې په دې جمله کې د اسيايي هېوادونو څخه د راغلو محصلينو شمېر تر ټولو ډېر دی. د معلوماتو له مخې په تېرو شلو کلونو کې چين ته د راغلو بهرنيو محصلينو شمېر په ثابت ډول زیاتوالی ښودلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

 په ۲۰۱۸م کال کې د چين د ۳۱ ولایتونو ۱۰۰۴ پوهنتونونو او پوهنځيو د ۱۹۶ هېوادونو او سيمو شاوخوا ۴۹۲ زره بهرني محصلين منلي چې په دې سره چين په نړۍ کې د بهرنيو محصلينو د زده کړې لپاره درېیم لوی منونکی هېواد ګرځېدلی دی. په دې اړه دوکتور صافی همداسې ويلي چې د ماستري دورې له فراغت وروسته مې لا وغوښتل چې په چين کې خپلو زده کړو ته دوام ور کړم. ځکه چې په چين کې زموږ(د بهرنيو محصلينو) لپاره د څېړنې په برخه کې ټولې اسانتياوې برابرېږي، چې همدا په نورو هېوادونو کې زياتې نه ترسترګو کېږي. د دې ترڅنګ چيني وګړي نسبتاً مېلمه‌پال دي او د بهرنيو محصلينو سره ښه چلند کوي په تېره بيا پروفيسران او ښوونکي. نو ځکه اوس زه په چين کې ډېر په زړه پورې ملګري او دوستان لرم او د نورو هېوادونو په پرتله دلته د هوساینې او ارامتيا احساس کوم.

د چين امن چاپېريال او لوړعلمي کيفيت لازيات بهرني محصلين راجلب کړي دي. په وروستيو کلونو کې د چين د حکومت د سکالرشيپ د جذب په زياتېدو سره دغه هېواد ته د راغلو بهرنيو محصلينو پيمانه پراخه شوې او کيفيت يې هم غوره شوی دی. د يوې شمېرنې له مخې په ۲۰۱۸م کال کې د چين حکومت ۶۳ زره بهرنيو محصلينو ته سکالرشيپونه ورکړي چې دغه شمېر چين ته د راغلو بهرنيو محصلينو د عمومي شمېر څه باندې ۱۲ سلنه برخه نيولې ده. دوکتور صافي په دې هکله وويل چې ډېر افغان محصلين غواړي چين کې زده کړو ته ادامه ورکړي. يو استاد مې هم غوښتل چې د زده کړې لپاره چين ته راشي، او تېر کال يې په برياليتوب سره د چين د يوه پوهنتون سکالرشيپ تر لاسه کړی. که څه هم د کرونا وبا له کبله چين ته نه شي تللی، خو هغه په چين کې زده کړې ته سترګې په لاره دی. په افغانستان کې زما د استاد په شان ګڼ شمېر افغان محصلين هيله لري چې د زده کړې لپاره چين ته راشي. اوس زموږ وطن د بيارغونې په حال کې دی، نو مسلکي کارکوونکو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي. نو ځکه هيله من يم چې دواړه هېوادونه د ښوونې او تعلیم په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي څو افغان محصلين ترې ګټه واخلي.

افغانان له جګړو سخت ستړي شوي دي. ډېرو افغان ځوانانو د تېرې څو لسيزې جګړې له امله  د زده کړې فرصتونه له لاسه ورکړي او هيله يې دا ده چې د نړۍ د نورو هېوادونو په شان سوکاله او امن ژوند ولري. د چين په څېر د خپل وطن امن، سوله او ثبات ساتنه د دوی ګډه هيله ده. د دوکتورا افغان محصل  صافي ويلي چې هيله لري د افغانستان حالت نور مال شي، امنيت، کاري فرصتونه او سياسي ثبات په دې هېواد کې رامنځته شي. دی وايي که په هېواد کې يې سياسي ثبات رامنځته نشي نو ده ته چين د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله غوره ځای دی او پاتی ژوند ته به همدلته دوام ورکړي.

Previous Post

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د امريکا له خوا وړاندې شوې د شينجيانګ د پرېکړه ليک مسوده رد کړه

Next Post

کابل کې د پاسپورټونو وېش تر نامعلومې مودې وځنډېد

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کابل کې د پاسپورټونو وېش تر نامعلومې مودې وځنډېد

کابل کې د پاسپورټونو وېش تر نامعلومې مودې وځنډېد

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسټرالیا له افغانستان سره ۱،۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه

اسټرالیا له افغانستان سره ۱،۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه

اکتوبر 29, 2024
خلیلزاد: د ملي مصالحې عالي شورا د سولې راوستو با صلاحیته بنسټ دی

خلیلزاد: د ملي مصالحې عالي شورا د سولې راوستو با صلاحیته بنسټ دی

دسمبر 7, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ