د بریتانیې حکومت او د دغه هیواد د تحصیلي بورسونو پروګرام تر دوه میاشتني ځنډ وروسته د هغه یو شمېر افغانانو لپاره د خپلو تحصیلي بورسونو ورکولو بهیر بیا پیلېدو خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې نه بلکې، په دریم هیواد کې ژوند کوي. د یاد پروګرام په ویب پاڼه کې راغلي چې په شرایطو برابر افغانان کولی شي د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونونو لپاره خپل غوښتنلیکونه وسپاري. د بریتانیې د بورسونو دغې نړیوالې ادارې ویلي د هغو افغانانو د امنیت او مصؤنیت په اړه چې په افغانستان کې اوسیږي، ژمنه ده. د بریتانیې حکومت او د دغه هیواد د تحصیلي بورسونو پروګرام په ۱۹۸۳ میلادي کال کې پيل شوی او د هغو بهرنیو محصلینو لپاره چې مدیریتي او رهبرۍ وړتیا ولري، په بریتانیه کې د زده کړو شرایط ورته برابروي.











