په کابل کې د ۱۳ زرو په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې ده. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې له کابل ښار ۱۳ زره روږدي کسان راټول شوي او درملنه یې شوې ده. نوموړی وايي، د ماشومانو او ښځو په ګډون زرګونه روږدي کسان اوس هم تر درملنې لاندې دي. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې، چې دوه کاله وړاندې راټولې شوي، په ټول هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر څلور ميليونه و.
































