د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په قطر کې د سرپرست حکومت له پلاوي سره تر لیدنې وروسته، په ترکیه کې د افغانستان د پخواني حکومت له يو شمېر چارواکو او سياسي مشرانو سره ليدلي دي. نوموړي په يو لړ ټويټونو کې لیکلي چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې د ترکيې په پلازمېنې انقره کې له ګڼ شمېر افغانانو سره يې لیدنې كتني کړې دي. هغه زياته کړې چې په دغو کسانو کې د پخواني حکومت یو شمېر مرستیال وزیران، د دفاعي او امنيتي ادارو مسلکي غړي، ډاکټران او سياسي مشران شامل دي. د امریکا ځانګړي استازي په دغو ټویټونو کې په افغانستان کې دننه او بهر افغانانو باندې غږ کړی چې منظم شي او په يوه غږ له اوسني سرپرست حکومت سره د خپلو اولادونو، کورنیو او ټولنو د روښانه راتلونکي په اړه خبرې وکړي.








