د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش یوځل بیا د ا.ا له سرپرست حکومت غوښتي چې افغان نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي. ګوترېش د نجونو د نړیوالې ورځې نمانځنې ته د اشارې په ترڅ کې پر خپله ټوېټر پناڼه لیکلي چې دی په افغانستان کې له تعلیم څخه د نجونو د بې برخې کولو د دوام له کبله سخت اندېښمن دی. هغه ویلي چې له تعلیم څخه د نجونو د محرومولو زیان هم په خپله افغان نجونو ته رسېږي او هم افغانستان ته چې د نجونو انرژۍ او ونډې ته سخته اړتیا لري.












