د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په سوات کې په یوې لویې غونډې کې د پاکستان حکومت تورن کړ، چې د ډالرو لپاره د پښتنو سیمو ته جنګونه راوړي. دا غونډه چې په سیمه کې د وسله والو پاکستانیو طالبانو د تازه پیل شویو فعالیتونو پر ضد بلل شوې وه، پکې لسګونه زره کسانو ګډون کړی وو. د غونډې ګډونوالو دا شعارونه هم ورکول: موږ په خپله خاوره کې امن غواړو او د ترهګرۍ تر شا د پوځ لاس دی. په دې غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون، د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان، محسن داوړ، افراسیاب خټک او نورو پښتونو مشرانو ګډون کړی وو. په سوات کې دې لسګونه زره خلکو وروسته له هغه پر اعتراض او لاریون لاس پورې کړ، چې په دې وروستیو کې هلته یو ځل بیا وسله والو د ښوونځي پر یو موټر برید وکړ، ډریور یې وواژه، او دوه زده کوونکي یې ټپیان کړل.
































