د اروپايي ټولنې د امنیتي پالیسیو او بهرني سیاست مشر، جوزېف بوریل وايي، افغانستان نور د رسنیو د خبرونو په سرلیکونو کې ځای نه لري او له پامه غورځول شوی دی. د هغه په وینا په افغانستان کې اوس هم د تېر په څېر ستونزې شته، خو هېڅوک یې په اړه خبرې نهکوي. جوزېف بوریل پرون په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د سفیرانو په کلني کنفرانس کې دا خبره کړې ده. د بوریل په خبره، په نړۍ کې د نویو بحرانونو له پیلېدو سره، داسې ښکاري چې مخکېني بحرانونه حل شوي، حال دا چې حقیقت داسې نهدی.
































