مسیر_ورځپاڼه
د معادن او پترولیم وزارت ته تازه نوماند شوی وزیر هارون چخانسوري د تیرو شپږو کلونو را په دیخوا یوازینی چارواکی دی چې د ولسمشر غني لخوا د یولسو بیلابیلو حکمونو په ترڅ کې بیلابیلو مهمو دولتي پوستونو ته معرفي شوی دی. د لومړي ځل لپاره نوموړی د ولسمشر غني د یوه حکم له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشریفاتو د رییس په توګه و ټاکل شو، لنډه موده وروسته نوموړی له تشریفاتو ریاست ګوښه او د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند په توګه و ټاکل شو، له دې دندې وروسته نوموړی د ولسمشر د یو بل حکم په ترڅ کې د چارو ادارې د مرستیال په توګه وټاکل شو، له دې دندې تر ګوښه کیدو وروسته نوموړی سمدستي د ولسمشر د بل حکم له مخې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په توګه وټاکل شو، له سیاسي معینیت سره جوخت د ولسمشر د یو بل حکم له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وټاکل شو، لنډه موده وروسته د ولسمشر د یو بل حکم له مخې بهرنیو جارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه د یو پلاوي مشر هم وټاکل شو او اوس تازه د ولسمشر غني د دوه ځانګړو حکمونو له مخې د معادن او پیترولیم وزارت د سرپرست او دغه راز نوموړي وزارت ته د نوماند وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
































