د فرانسې ولسشمر ایمانول مکرون په ایران کې د روانو احتجاجونو ملاتړ کړی او د دوی پر ضد یې د ایران حکومت چلند غندلی دی. مکرون همدا راز د ښځو حقونو په موخه د ایرانیو مېرمنو او نارینه و مبارزه ستایلې ده. هغه د یوه ایراني هنرمند شروین حاجي پور د “ازادۍ لپاره سندره” نه په الهام پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي، “د هغه څه لپاره چې ایرانيو ښځو په مېړانې سره خپل پړوني له سره لرې کړل او د وسلې په مقابل کې ودرېدلې، د هغه څه لپاره چې ځوانان او سړي د ښځو حقونو لپاره جنګېږي او د هغه څه لپاره چې دغه نړیواله مبارزه روانه ده، فرانسه یې ملاتړ کوي او د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره د ایران رژيم چلند غندي.” یاد ایرانی هنرمند ایران حکومت بندي کړی او په ضمانت خوشې شوی دی خو “د ازادۍ لپاره سندره” یې پر خواله رسنیو، په ځانګړي ډول پر ټوېټر ډېره لاس په لاس شوې او خورا مشهوره شوې ده. ایران کې د څلورو اوونیو وروسته لا هم احتجاجونه روان دي.
































