امریکا اعلان کړی چې اوکراین ته به د ۷۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت نورې وسلې ولېږي. د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو پرون اعلان وکړ چې د مرستې کڅوړه کې د هایمرس ګرځنده توغندیو سیسټمونه، مهمات، زغره وال ګاډي او طبي تجهیزات شامل دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي چې امریکا اوس هم د اوکراین د خلکو سره دی چې په زړورتیا د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ دفاع کوي. د بلېنکن په وینا، د جوبایډن د ولسمشرۍ له پیل راهیسې له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو کچه له ۱۸،۳ میلیاردو ډالرو څخه زیاته ده او د دې مرستو ډېره برخه د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د ناحقه یرغل له پیل راهیسې ورکړل شوې ده.
































