د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر وایي، راتلونکو میاشتو کې به هم له اړمنو افغانانو سره د دوی د خیر ښېګڼې چارې دوام پيدا کړي. مولوي مطیع الحق خالص دغه څرګندونې پرون د سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اوونۍ مراسمو ته کړې دي. دغې غونډه ته د افغانستان لپاره د سره صلیب استازي ایلیو فیلیون هم خبرې کړي او د بېوزلو او مصیبت ځپلو په لاسنیوي کې يې د سرې میاشتې رول ستایلی دی. د سرې میاشتې مشر ویلي، تېر یوه کال کې یې له شاوخوا دوه نیم لکه بېوزله کورنیو سره مرسته کړې او په خبره یې، راتلونکی کال به دغه مرسته نوره هم زیاته کړي.
































