اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې له بېوزلۍ سره د مخ کسانو شمېر ۹۷ سلنې ته لوړ شوی دی. اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې د خلکو شمېر په تېرو دریو کلونو کې له ۴۷ سلنې څخه ۹۷ سلنې ته لوړ شوی دی. دغې نړیوالې ادارې د عوایدو کمښت، د سود د نرخونو زیاتوالی او د نغدو پيسو وروستی بحران د بېوزلۍ د زیاتېدو لاملونه ګڼلي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د روان کال د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له نړۍ څخه د څلور میلیارد او څلور سوه میلیونه ډالرو غوښتنه کړې او تر اوسه یې یوازې یو میلیارد او نهه سوه میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.











