د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به بین الافغاني خبرې ډېرې ژر په دوحه کې پیل شي. رویټرز ته خپلو باوري سرچینو او یو شمېر طالب مشرانو څخه په حواله ویلي چې ډېرې ژر به له افغان حکومت سره د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې پيل شي. دغه سرچینې ویلي چې دا به تر اوږدې جګړې وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ لومړني مخامخ مذاکرات وي. دوی ویلي چې مذاکرات په دوحه کې په نږدې راتلونکې کې ترسره کېږي خو کره نېټه یې نه ده په ګوته شوې. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي همدا چې افغان لوری د دوی پنځه زره زندانیان ازاد کړي او دغه شمېره پوره شي په چټکۍ به بین الافغاني مذاکرات هم پيل شي. دده په خبره طالب لوری مذاکراتو ته بشپړ تیاری لري. بلخوا افغان حکومت کې بیا سرچینو رویټرز ته ویلي چې د زندانیانو د خلاصولو لړۍ روانه ده، خو د یو شمېر طالب زندانیانو پر خلاصولو چې هغه مهم دي بحثونه روان دي.
































